لښکرګاه (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳) د هلمند ځایي مسوولین وایي، نن سهار د ګرمسېر ولسوالۍ په لکي سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ په لکي سيمه کې څو ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ موندلې وه او بیا یې د لوبو پر مهال چاودنه پرې کړې ده.
هغه وویل، پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ریاض زیاته کړه، په مړه شوو کې یوه نجلۍ او دوه هلکان او په ټپیانو کې یوه نجلۍ او یو هلک شامل دي.
د نوموړي په خبره، ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن