ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملت سټېل فابریکې د ۵۰ میلیون ډالرو په پانګونه خپل دویم فاز پرانیست

ملت سټېل فابریکې د ۵۰ میلیون ډالرو په پانګونه خپل دویم فاز پرانیست

author avatar
24 Mar 2024 - 22:15
ملت سټېل فابریکې د ۵۰ میلیون ډالرو په پانګونه خپل دویم فاز پرانیست
author avatar
24 Mar 2024 - 22:15

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): ملت سټېل د اوسپنې ویلي کولو فابریکې دویم فاز د ۵۰ میلیون ډالرو په پانګونه پرانیستل شو.

دغه پرانیسته نن (د وري ۵مه) د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او نورو چارواکو په شتون کې وشوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت سکټور پرمختګ برخه کې د دغو فازونو پرانیسته او پر فعالیت پيل مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د صنعت سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي.

هغه د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت صنعتي فابریکو ته د دایمي برېښنا چمتو کولو لپاره هڅې کوي، په همدې موخه د کورنۍ برېښنا تولید کچې زیاتولو په موخه پر نورو پروژو سربېره نن له خصوصي سکټور سره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه تولیدي برېښنا قرارداد لاسلیک شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په کور دننه د خامو موادو چمتو کولو په موخه د هرات اوسپنې کان څلور بلاکونه د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړی څو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.

ملا برادر د صنعت له سکټوره د ملاتړ په پار زیاته کړه چې اسلامي امارت پر هغو اوسپنیزو توکو تعرفه لوړه کړې ده چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای شي.

نوموړي له ټولو دولتي ادارو او هېوادوالو وغوښتل چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ وي.

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې رییس نقیب الله نظري په دغو مراسمو کې وویل، چې په دوهم او درېیم فازونو کې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د اوسپنې پټلۍ خطونو، ګول سیخ او ګاډرو سلګونه ټنه تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته پکې کاري زمینه برابره شوې.

هغه ‌ډاډ ورکړ چې د دې فابریکې درېیم فاز چې پکې به ګاډر او اوسپنې پټلۍ تولید شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به پرانیستل شي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.