کندهار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د کندهار امنيتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په لوړمیوند ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېره په ډزو وژلې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت په لوړمیوند ولسوالۍ کې یوه کس د کورني تاوتریخوالي له امله خپله مېره (د پلار مېرمن) له لفظي شخړې وروسته په ډزو وژلې ده.
نوموړي وویل، تورن کس له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي مسوولینو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
که څه هم د وژل شوې مېرمنې نږدې خپلوان د پېښې په اړه څه نه وايي، خو د سیمې اوسېدونکو پژواک ته وویل، یادې مېرمنې شپږ ماشومان درلودل.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي او خپلمنځي شخړو له امله د مرګژوبلې پېښې ډېرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP