ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د چنار سیمې یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي

د اروزګان د چنار سیمې یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي

author avatar
24 Mar 2024 - 13:15
د اروزګان د چنار سیمې یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي
ارشیف
author avatar
24 Mar 2024 - 13:15

ترینکوټ (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د ترینکوټ ښار اړوند چنار سیمې اوسېدونکي وایي، مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې له امله یې له ګنو ستونزو سره مخ دي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار ختیځ ته په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې پرته چنار سیمه چې پنځه سوه کورنۍ په کې مېشتې دي، اوسېدونکي یې د مخابراتي خدماتو له نشتون شکایت کوي.

د یادې سیمې یو شمېر اوسېدونکو پرون د اروزګان له والي سره په لیدنې کې د خپلې سیمې ستونزې شریکې کړې دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ملا احمدولي وویل، چنار چې د مرکز اړوند سیمه ده او تر ۵۰۰ ډېرې کورنۍ په‌کې اوسېږي، له کالونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې ده.

هغه وویل، د سیمې خلک د اړیکې نیولو لپاره اړ دي چې د غره سر ته پورته شي.

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي محمداسماعیل د دغه ولایت له والي وغوښتل چې د نورو ستونزو ترڅنګ یې مخابراتي ستونزې هم حل کړي.

هغه وویل، مخابراتي اړیکې اوسمهال د ژوند له لومړنیو اړتیاوو دي، خو دوی ورڅخه بې‌برخي دي.

ورته مهال، د اروزګان والي مولوي عنایت‌الله شجاع د چنار سیمې اوسېدونکو ته د یادې ستونزې د حل ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، اړوند ادارو ته به سپارښتنه وکړي چې سیمې ته د یوه تخنیکي پلاوي په استولو سروې ترسره او د اړتیا وړ خدمات فعال کړي.

نوموړي وویل، دروازه یې د ولس په مخ د تل لپاره خلاصه ده او خلک کولای شی چې د خپلو ستونزو شریکولو او حل غوښتلو ترڅنګ د ښې حکومتولۍ برخه کې مسوولینو ته نیکې مشورې ورکړي.

د اروزګان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۲ کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۴۲ مخابراتي سایټونه فعال شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.