Language

د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ؛ د افغانستان او مالیزیا لوبه مساوي شوه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): په تایلینډ کې د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالیو په لړ کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا لوبه نن یکشنبه (د وري ۵مه) مازیګر مهال په تایلینډ کې ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې د لوبې تر نیمایي پورې افغانستان دوه پر صفر مخکې و، خو د لوبې په دویمه نیمایي کې د مالیزیا لوبغاړو ښه لوبه وکړه ، درې ګولونه یې ووهل او له افغانستانه مخکې شول.

خو د لوبې په وروستیو شېبو کې افغان لوبغاړي بل ګول وواهه او لوبه درې په درې مساوي پای ته ورسېده.

په دې سیالیو کې د کوربه هېواد تایلینډ په ګډون د اسټرالیا، مالیزیا او افغانستان لوبډلو برخه اخیستې ده.

[/restrict]