کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وایي چې له ۸۰ کسانو یې د تقنیني ستاژ د اووم پړاو ازموینه اخیستې ده.
دا پروسه نن یکشنبه عدلیې وزارت کې پیل شوه.
هغه وویل د عدلیې وزارت د دغه پروګرام مهمه موخه دا ده څو دغو خلکو ته د اسلامي امارت د اصولو له مخې د قوانینو ترتیب ور زده کړي.
نوموړي وویل چې اسلامي امارت غواړي د قانون جوړولو برخه کې انقلاب وکړي او دې برخه کې د شریعت له اصولو سره سم ښکاره تغییر راولي.
هغه وویل چې ازموینه په درېیو کټګوریو کې اخیستل کېږي او د ۸۰ ګډون کوونکو له منځه به ۳۰ تنه جذب شي.
د هغه په خبره، لومړۍ کټګوري ازاده سیالي ده چې دې سیالیو ته د حقوقو او سیاسي علومو، د شرعیاتو او مدرسو فارعالتحصیلان جذبېږي.
نوموړي زیاته کړه دویمه کټګوري کې د دولتي ادارو د تقنیني برخو کارکوونکي شاملیږي چې له ازموینې پرته جذبیږي او درېیمه کټګورۍ کې د عدلیې وزارت تازه استخدام شوي کارکوونکي دي.
صاحبزاده وویل، د اسلامي امارت د قوانینو د ترتیب توپیر له مخکني حکومت سره دا دی چې هغه مهال به قانون د رایې په ډېروالي ترتیب کېده خو اوس د اسلامي شریعت له مخې برابریږي.
بلخوا دې ناسته کې یوه ګډونکوونکي حکمتالله پژواک ته وویل چې له نوملیکنې وروسته یې دې پروسې ته لاره موندلې ده.
هغه وویل چې دا پروسه شفافه ده او هیله لري څو بریالی شي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن