مزارشریف (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): بلخ کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ رمضان جام د کرکټ لساوریزې سیالۍ پیل شوې.
د بلخ د کرکټ امر محمدالله ثابت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي.
هغه وویل چې یادې سیالۍ په لساوریزي بڼه ترسره کېږي او په ټوله کې شپږ لوبډلې به ټولې شل لوبې ترسره کړي.
د نوموړي په وینا، دغه لوبې د انټرکلپ راتلونکو سیالیو لپاره د لوبغاړو چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
بل لور ته، یو لوبغاړی اسدالله د یادو سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي او وايي، بلخ کې د کرکټ لوبو لپاره معیاري لوبغالی نشته او د جوړېدو غوښتنه یې کوي.
سلطانمحمد یو بل لوبغاړی هم په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالي له نشتونه شکایت کوي او وایي چې ډېری لوبغاړي د لوبو ترسره کولو په موخه خوست، ننګرهار او کندهار ولایتونو ته سفر کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن