ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې غالۍ‌اوبدونکې: امکانات نشته، تولیدات مو د وروستي پروسس لپاره کابل ته لېږو

بدخشان کې غالۍ‌اوبدونکې: امکانات نشته، تولیدات مو د وروستي پروسس لپاره کابل ته لېږو

author avatar
25 Mar 2024 - 15:56
بدخشان کې غالۍ‌اوبدونکې: امکانات نشته، تولیدات مو د وروستي پروسس لپاره کابل ته لېږو
author avatar
25 Mar 2024 - 15:56

فیض‌اباد (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): بدخشان کې ځيني غالۍ‌اوبدونکې وایي چې د بنسټونو له خوا د نه ملاتړ ترڅنګ په دغه ولایت کې د تخنیکي امکاناتو، غالۍ مینځلو او بیاتي کولو ماشینونو نشتوالي له امله مجبور دي چې خپلې اوبدلې غالۍ کابل ته لېږي چې دغه کار ډېر لګښت غواړي.

بدخشان کې د غالۍ اوبدلو مرکز یوه روزونکې تهمینه وایي، په دغه مرکز کې ۵۵ نجونې او ښځې پر غالۍ اوبدنې بوختې دي، د اسلامي امارت او موسسو د ملاتړ په صورت کې په پام کې لري چې د غالۍ اوبدنې نور مرکزونه په کشم، ارګو او راغستان ولسوالیو کې جوړ کړي.

هغې د غالیو اوبدنې د دې کارګاه جوړولو موخه فیض‌اباد ښار کې له تحصیله پاتې نجونو او ښځو د لاسنیوي او هغو ته د حرفوي زده‌کړو او بدخشان کې د لاسي صنایعو وده وبلله.

هغه زیاتوي چې په دغه مرکز کې نجونو او ښځو ته د غالۍ اوبدنې، ګلدروزۍ او څادر جوړولو برخه کې د کار رمینه برابره شوې چې د دوی په لاس اوبدل شوې غالۍ د سفارشونو په تناسب ډېر مشتریان لري.

مېرمن تهمینې د کار لپاره د مناسب ځای نشتوالی او غالۍ مینځلو او قیچي کولو لپاره د ماشیونونو نه شتون د غالۍ اوبدنې کار پر وړاندې ستونزې وبللې، ویې ویل چې د تخنیکي امکاناتو نشتوالي له امله خپلې غالۍ د بورس او مینځلو لپاره کابل ته استوي چې دا چاره دوی ته ډېره ګران تمامېږي، له اسلامي امارت او موسسو غواړي چې له ښځو ملاتړ وکړي، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې دې د لاسي صنایعو ودې ته زمینه برابره کړي.

محسنه چې د بدخشان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د پنځم سمسټر محصله ده او په دغه مرکز کې د غالۍ اوبدنې په زده‌ کولو بوخته ده وایي: له غالۍ اوبدلو سره ډېره لېوالتیا لرم او درې میاشتې کېږي چې په دې کارګاه کې په کار بوخته یم، غالۍ اوبدل او نور لاسي صنایع یو ښه شغل دی او زموږ اقتصاد ته وده ورکوي.

په یاده کارګاه کې یوه بله کارکوونکې سهیلا عزیزي وایي چې د ښوونځيو او پوهنتونو په بندېدو سره یې لاسي صنایعو ته مخه کړې چې د تخنیکي امکاناتو لکه د غالیو برس او مینځلو ماشیونونو نشتوالي دوی اندېښمن کړي دي.

هغه د لوړو زده‌کړو درلودونکو نورو کسانو غواړي د خپلو علمي وړتیاوو ترڅنګ نور کارونه هم زده کړي څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي او له موسسو او حکومته غواړي څو د نجونو او ښځو د وروسته پاتې کېدو مخنیوي لپاره د زده‌کړو دولتي او خصوصي بنسټونو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي، د سوداګرو نجونو او ښځو هر اړخیز ملاتړ وکړي.

په بدخشان کې بله غالۍ‌اوبدونکې حماسه هم وايي چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو مرکزونو له تړل کېدو وروسته یې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې او اوس کولای شي چې د پېرېدونکو په فرمایش سره د غالۍ‌اوبدلو له لارې له خپلو وروڼو سره د کورنیو لګښتونو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

هغه له اسلامي امارته غواړي څو پر مخ یې د زده‌کړو د مرکز پر پرانیستلو سره پرېږدي چې دوی د درس وېلو ترڅنګ نور کارونه هم زده کړي او خپل هیلو ته ورسېږي.

بلخوا، د بدخشان د غالۍ اوبدونکو اتحادیې رییس عبدالعلي وايي چې په مرکز فیض‌اباد او کشم، تشکان او بهارک ولسوالیو کې د غالي ګنډلو په ۱۲ مرکزونو کې څه باندې ۳۵۰ ښځو ته د کار او حرفې زده کولو زمینه برابره شوې ده.

د هغه په وینا، واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره له غالۍ اوبدلو سره د نجونو لېوالتیا ډېره شوې، خو د بیاتي کولو او مینځلو د ماشینونو نشتوالی او د مسوولینو نه لېوالتیا په بدخشان کې د غالۍ اوبدلو پر وړاندې له اساسي ستونزو دي.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو عمومي مدیر ثمرالدین رحماني پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدل تازه دود شوي او تر اوسه یې لازمه وده نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «موږ د ځینو هوکړه‌لیکونو په ترڅ کې چې له همکارو موسسو سره مو درلودل، له هغوی مو وغوښتل څو د غالۍ اوبدلو صنعت د ښې ودې لپاره غالۍ اوبدونکو ته تخنیکي امکانات برابر کړي.»

هغه په بدخشان کې د مناسب ځای، بیاتي کولو او غالیو منیځلو ماشینونو نشتوالی مني او زیاتوي چې په دغه ولایت کې د صنعتي پارک جوړو جدي هڅې روانې دي او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښونې له مخې، په دغه ولایت کې به ډېر ژر یو صنعتي ښارګوتی جوړ شي.

هغه زیاته کړه چې د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شرعي حجاب په مراعاتولو، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د جلاوالي او نورو اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو سره د ښځینه غالۍ اوبدونکو ملاتړ کوي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.