ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو نړۍوال پروګرام: ټول هېواد کې مو ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې پروګرامونه پیل کړي

د خوړو نړۍوال پروګرام: ټول هېواد کې مو ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې پروګرامونه پیل کړي

author avatar
25 Mar 2024 - 15:40
د خوړو نړۍوال پروګرام: ټول هېواد کې مو ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې پروګرامونه پیل کړي
author avatar
25 Mar 2024 - 15:40

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې د افغان ښځو د ځان بسیاینې لپاره یې په ټول افغانستان کې د خیاطۍ زده‌کړې پروګرامونه پیل کړي دي.

دغه سازمان نن (دوشنبه، د کب ۶مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د ښځو لپاره د «اقتصادي فرصتونو» له کمېدو سره هم‌مهاله شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي چې د دغو روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو موخه د افغان ښځو پر ځان بسیاینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر (اوچا) ویلي وو چې سږ ميلادي کال د افغانستان ۲۳.۷ میلیون وګړي چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.