کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هرات کې یې ۵۰۰ قلمه تاريخي اثار کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد وزارت پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه اثار تېره ورځ کشف شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې د کشف شوو اثارو ډېری یې لوښي دي.
سرچینې زیاته کړې، د تېرو دوو کلونو په لړ کې ۲۱۵ قلمه تاریخي اثار کشف او د هرات موزیم ته سپارل شوي او همدارنګه ۳۰۰ قلمه تاریخي اثار چې تاریخي مخینه هم لري د خلکو له لوري یاد موزیم ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هرات موزیم او ارشیف سل کاله مخکې په اختیارالدین کلا (ارګ) کې جوړ شوي دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن