جلالاباد (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دوربابا او هسکه مېنه ولسوالیو کې یې له ۲۴۰۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي قسمتالله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشل شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته، اوړه، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP