Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر سوداګریزو اړیکو د خبرو اترو لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته رسېدلی

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک ۶ وری ۱۴۰۳): د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته رسېدلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د وري په ۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې  د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خُرم آقا په مشرۍ يو لوړ رتبه پلاوی، د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه، نن کابل ته راورسېد.

د سرچینې له خوا ، د پاکستان د دغه پلاوي د سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.

دا پلاوی په داسې حال کې راغلی چې څو ورځې مخکې پاکستانیو ځواکونو د افغانستن پر خاورې هوایي بریدونه کړي وو چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.