شبرغان (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د شبرغان - مزارشریف پر لویه لار د یوه باروړونکي هېنو او کرولا موټرو ترمنځ د ټکر نتیجه کې ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې دغه پېښه پرون (یکشنبه) ماښام شاوخوا شپږ بجې د فیضاباد ولسوالۍ په علياباد سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په خبره، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د فیضاباد ولسوالی روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن