کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د بېړني اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک له تصویب څخه هرکلی وکړ.
یاد وزارت نن (د وري ۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په غزه کې د اوربند مسودې له تصویب څخه هرکلی کړی او د حماس او په ټوله کې د فلسطین ولس له موقف څخه چې د اوربند دوام، د اشغالګرو ځواکونو وتلو، غزې ته د پراخو بشري مرستو رسولو، خپلو سیمو ته د فلسطیني بېځایه شوو بیا ګرځیدلو، د غزې ښار بیارغونه او د محاصرې پای ته رسولو غوښتنه یې کړې وه، ملاتړ کوي.
سرچینې لیکي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید ژر تر ژره په غزه کې د اوربند پلي کول یقیني کړي او د روان ناورین مخه ونیسي.
په اعلامیه کې راغلي: «ورته مهال اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا او ټولو بانفوذو هېوادونو غږ کوي چې له پرېکړهلیکونو ور هاخوا د فلسطینیانو نسلوژنې څخه د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د فلسطین قضیې د اساسي حل لپاره عادلانه لارې چارې ولټوي.»
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن