Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګي برید له امله پنځه چیني انجنیران وژل شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې ځانمرګی برید شوی چې په کې پنځه چیني انجنیران وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه نن (د وري ۷مه) د خيبر پښتونخوا ملاکنډ په شانګله سیمه کې شوې ده.

د  ملاکنډ پولیسو مشر جیو ټلوېزیون ته ویلي چې د چیني انجنیرانو یو موټر له اسلام‌اباده کوهستان ته روان و چې په شانګله کې پرې ځانمرګی برید شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې د پنځو چیني انجنیرانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ویل کېږي دغه چیني انجنیران د داسو په نوم د اوبو بند ته تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې روان وو چې د ځانمرګي برید ښکار شول.

د داسو بند پاکستان کې د اوبو یو له سترو پروژو بلل کېږي چې کارونه یې شاوخوا اووه کاله مخکې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پیل شوي دي.

دغه بند د پاکستان او چین په ګډه همکارۍ او د نړۍوال بانک په مرسته جوړېږي.

داسو ته نږدې سیمه کې د ۲۰۲۱ کال جولای میاشت کې هم پر چینايي انجنیرانو برید شوی و چې د نهو انجنیرانو ترڅنګ په کې ټول ۱۳ کسان وژل شوي وو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.