ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د کونځل غوړیو بیه دوه برابره لوړه شوې ده

سمنګان کې د کونځل غوړیو بیه دوه برابره لوړه شوې ده

author avatar
26 Mar 2024 - 14:57
سمنګان کې د کونځل غوړیو بیه دوه برابره لوړه شوې ده
author avatar
26 Mar 2024 - 14:57

ایبک (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې پرله‌پسې وچکالۍ او د کنځلو دانو له کرلو سره د کروندګرو لېوالتیا کمېدو، په دغه ولایت کې د کنځلو غوړو بیه په بې‌ساري ډول لوړه کړې ده.

د معلوماتو پر بنسټ، درې کاله مخکې د سمنګان د دره‌صوف او روی‌دواب ولسوالیو ډېری بزګرو د کنځلو دانو کرلو ته مخه کړې وه چې هغه مهال د کنځلو یو کیلوګرام غوړي له ۱۸۰ تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو تېر کال د وچکالۍ له امله د کنځلو له کرلو سره د ډېری کروندګر لېوالتیا کمه شوې ده.

دم‌ګړۍ په سمنګان کې د کنځلو د یو کیلوګرام غوړو بیه له ۳۳۰ تر ۳۵۰ افغانیو ده.

په سمنګان کې د تیلي نباتاتو د اتحادیې رییس او د کنځلو د غوړو تولیدونکي عبدالکریم نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کلونو کې د واورې او باران نه ورېدو له امله په دغه ولایت کې د کنځلو دانو حاصلات بې‌ساري کم شوي چې له بده‌مرغه دې چارې یو شمېر کروندګر ناهیلي کړل او نور یې ونه شو کولای څو دغه نبات وکري.

هغه وايي چې دا مهال په سمنګان کې بې‌کیفیته غوړي تولید او پلورل کېږي، هغه هم په ډېره لوړه بیه چې کېدای شي د هېوادوالو روغتیا ته جدي زیان ‎ورسوي.

هغه زیاته کړه، د کنځلو غوړي یوازني ښه غوړي دي چې استفاده یې د بېلابېلو ناروغیو لکه پښتورګو، جګر او سږو ناروغیو او د وینې غوړ لپاره ګټوره ده او له همدې امله د نورو غوړو په پرتله د کنځلو غوړیو کاروونکي ډېر دي.

د نظري په وینا، مخکې کلونه چې په سمنګان کې واوره او باران ډېر کېدل او د کنځلو دانو حاصلات هم ښه وو، هغه مهال یو کیلوګرام لومړۍ درجه د کنځلو غوړو بیه له ۱۸۰ تر ۲۰۰ افغانیو وه چې سږ کال د همدغه غوړو بیه ۳۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل: «له دې امله چې د کنځلو غوړو بیه لوړه ده، خلک یې د اخیستو توان نه لري او د دې غوړو تولیدوونکي هم ناهیلي شوي، که دا وضعیت دوام وکړي، مجبور یو د خپل دوکان دروازه وتړو.»

د دره‌صوف پایان ولسوالۍ اوسېدونکی اخترمحمد وايي چې له کلونو راهیسې د کنځلو دانې پېري او پلوري، خو له تېرو لسو کلونو راهیسې یې سږ کال د کنځلو دانې له بزګرانو تر ټولو په لوړه بیه اخیستې او د غوړو پر تولیدوونکو یې هم تر ټولو په لوړه بیه پلورلې دي.

هغه زیاته کړه چې د کنځلو د دانو بیه د وچکالۍ او د انجې کرلو ته د کروندګرو مخه کولو له امله لوړه شوې ‎چې له بده مرغه په تېرو درېیو کلونو کې یې د کنځلو دانو کرلو ته پاملرنه نه ده کړې.‎

د یادونې ده چې د سمنګان د اوسېدونکو تر ټولو مشهور خواړه قابلي‌پلو دی چې په برابرولو کې یې د کنځلو له غوړو ګټه اخیستل کېږي او د یاد ولایت دغه اوسېدونکي د کنځلو غوړو د بیې ټیټېدو غوښتنه کوي.

په سمنګان کې د یوه رسټورانټ مالک عبدالحالق پژواک ته وویل: «که څه‌هم د کنځلو د غوړو بیه لوړه ده، خو له دې امله چې ډېری پېرېدونکي همدغه غوړي خوښوي، نو موږ مجبور یو چې د قابلي‌پلو په تیارولو کولو کې ترې ‎استفاده وکړو.»

هغه زیاته کړه، حکومت دې بهر ته د کنځلو دانو د غوړیو د صادراتو مخه هم ونیسي څو د دې غوړو بیه ټیټه شي.

د کنځلو غوړو یو استفاده کوونکی محب‌الله وايي چې له څه باندې لسو کلونو راهیسې په کور کې په پخلي کې د کنځلو له غوړو استفاده کوي، خو سږ کال د هغه د بیې لوړېدو له امله نه دی توانېدلی چې ویې پېري.

هغه هم له حکومته غواړي څو د کنځلو غوړو د بیې ټيټېدو ته د حل یوه لار ولټوي.

د سمنګان د کرني ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر خلیل کریمي پژواک ته وویل، د کنځلو دانې د دغه ولایت له مشهورو نباتاتو دي چې د ښه کیفیت غوړي ترې تولیدیږي.

کریمي زیاته کړه، له بده مرغه چې په سمنګان کې د کنځلو د غوړو بیه لوړه شوې چې عمده لاملونه یې وروستۍ وچکالۍ او په دغه ولایت کې د انجې کرکیلې ته د کروندګرو مخه کول دي.

هغه هم وویل چې د کنځلو د غوړو له استفادې سره د ګاونډیو هېوادونو لېوالتیا هم ډېره شوې او ډېری کنځلې ګاونډیو هېوادونو ته صادیږي.

هغه زیاته کړه د سمنګان د کرنې ریاست هڅه کوي څو له کروندګرو ملاتړ وکړي او هغوی ته سپارښتنه وکړي څو د کنځلو دانو کرلو ته لومړي‌توب ورکړي. ‎

نوموړي وویل چې د کرنې ریاست به د دغه ولایت کروندګر هیڅ‌کله یوازې پرې نه‌ږدي او د کنځلو حاصلاتو ته به یې بازار موندنه کوي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.