ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح شو

د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح شو

author avatar
26 Mar 2024 - 16:37
د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح شو
author avatar
26 Mar 2024 - 16:37

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح شو.

په دې تړاو په کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز کې جوړه شوې غونډه کې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو وزارت د سمع او تصنیف رییس مولوي موسی‌کلیم عاصم وویل چې دغه قانون یوه سریزه دوه فصلونه او ۲۳ مادې لري او ځینې مادې یې دوه، درې، څلور او پنځه فقرې لري.

هغه زیاته کړه چې د شکایتونو اورېدلو قانون د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ ترتیب شوی دی.

نوموړي وویل، د دغه قانون په دویمه ماده کې راغلي چې دغه قانون د امارتي ادارې او کارکوونکو څخه د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې او د عدالت د ټېنګښټ زمینې برابرولو په موخه تدوین شوی دی.

همدارنګه د دغه قانون په ۱۷مه ماده کې راغلي: «که یو شخص د سیاسي جرم په تور د امنیتي او یا استخباراتي ادارو له خوا ونیول شي، د شخص برخلیک د یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې پورې معلوم نه شي او د هغه په برخه کې وزارت ته شکایت وړاندې شي وزارت دې موضوع تعقیب کړي څو د برخلیک په اړه یې اطمینان ترلاسه کړي.»

د دغه قانون په ۱۸مه ماده کې ذکر شوي، که پرته د شکایت څخه معلومه شي چې د امارتي ادارو له خوا د خلکو حقوق سلب شوي، د امربالمعروف وزارت دې په مستقیم ډول د موضوع بشپړ راپور اړوندې ادارې او د «امیرالمومنین» مقام ته وړاندې کړي.

دغه راز، د دغه قانون په ۲۳مه او وروستۍ ماده کې راغلي چې دغه قانون د توشیح له نېټې وروسته نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي، ټول هغه قوانین چې د «امیرالمومنین» له خوا تایید یا توشیح شوي نه وي، ملغا دي.

په یاده غونډه کې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ سیدعلي صدیق‌الله وویل چې د دغه قانون د جوړېدو موخه د امارتي ادارو له مسوولینو او کارکوونکو څخه د خلکو شکایتونو ته رسېدنه او د عدالت تامینول دي.

نوموړي زیاته کړه، د یاد قانون تطبیق به د مظلومو کسانو شکایتونو ته د رسېدنې او د هغوی له حقوقو څخه د دفاع زمینه برابره کړي او له امله به یې ولس او حکومت نور هم سره نږدې شي.

هغه زیاته کړه، وړم کال دغه وزارت ۴۰۰۰ شکایتونه او تېر ۱۴۰۲ کال کې ۱۷۰۰ شکایتونه ثبت کړي وو.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.