Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان ټپیان شوي

فراه (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): ځایي چارواکي وایي، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د خلکو ترمنځ شخړه کې د ډزو پر مهال - چې کېدای شي امنیتي یا نورو کسانو کړې وي - درې کسان ټپیان شوي دي.

د فراه ‎د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د ولسي وګړو ترمنځ خپلمنځي شخړه رامنځته شوې او درې تنه په کې ژوبل شول.

سرچینې لیکلي، یادې سيمې ته د علماوو شورا غړي، قومي مخور، سيمه‌ييز مسؤولين او امنيتي ځواکونه رسېدلي، پېښه يې د خبرو اترو له لارې حل کړې او اړوند موضوعات يې تر لوړپوړو مسؤلينو پورې رسولي.

خو د سیمې یوه اوسېدونکي حاجی خدایداد وویل چې د یادې شخړې د هواري لپاره د ولسوالي یوه پلاوی سیمې ته ورغلی و او له دغه پلاوی سره امنیتي کسان هم وو.

هغه زیاته کړه، ځینو خلکو په دغه پلاوی هجوم ور وړ چې په پایله یې کې امنیتي کسانو ډزې وکړې او درې تنه په کې ټپيان شول.

د هغه په خبره، له دې وروسته د سیمې یو شمېر خلکو د اعتراض په توګه د هرات – فراه لویه لاره تړلې وه.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی سباوون په دې اړه چې یاد درې کسان د چا په ډزو کې ټپيان شوي په داسې حال کې چې له ملګي وګړو سره خو وسله نه وې، پژواک خبري اژانس ته وویل: «د خلکو سره نو ولې ټوپک نه وو، هغوی د همدغه جنجال لپاره راوتلي وو دلته، د یادې شخړې یوه طرف ولسوالۍ کې عرض کړی و او امنیتي کسان هم له خلکو سره یوځای ورسره سیمې ته راغلي وو خو دلته چې راغلي وو، ډزې شوې دي، کېدای شي چې له امنیتي کسانو څخه هم ډزې شوې وي، خو اصل کې جنجال د دوی تر خپل منځ و، د هماغه مخنیوی یې کاوه، د امنیتي کسانو ضرورت نه و چې ډزې وکړي، څه جنجال نه و چې امنیتي کسان دې په عامو خلکو باندې ډزې وکړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.