کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال وايي، د رسنيزو سرغړونو په صورت کې يوازې یاد وزارت د مداخلې حق لري او په وینا یې نور ارګانونه باید مستقيمه مداخله ونه کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه د دغه وزارت د نشراتو مرستیال مولوي حياتالله مهاجر فراهي یادې څرګندونې خپرې کړې دي.
فراهي ویلي: «د رسنيزو سرغړونو په صورت يوازې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مداخلې حق لري، نور ارګانونه باید مستقيمه مداخله ونه کړي.»
فراهي له رسنيو غوښتي چې داسې څه دې نه خپروي چې د خلکو ذهنونو ته زيان رسوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، خبريالانو ته د کارتونو وېش اوس هم دوام لري او ډېر شمېر خبريالانو تراوسه د خبريالۍ کارتونه ترلاسه کړي دي.
فراهي د کارتونو د وېش موخه د خبريالانو تثبیت او له امنيتي ستونزو خلاصی بولي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن