سرپل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): سرپل کې ځايي مسوولین د سېلاب راوتلو له امله مرکز سره د کوهستانات ولسوالۍ د لارې له تړل کېدو او د سلګونه جریب کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو خبر ورکوي.
د سرپل له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سید صفتالله سرپلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د کوهستانات ولسوالۍ په جرجرک سیمه کې د یوه پُل ویجاړېدو له امله د دې ولسوالۍ لار د سرپل له مرکز سره تړل شوې ده.
هغه وویل، د سېلاب له امله په کوهستانات او صیاد ولسوالیو کې سلګونه جریب کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې تراوسه د سېلاب له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سرپل د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست کارکوونکي د اوښتو زیانونو د سروې په حال کې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن