Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې ایران ته د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو قاچاق په تور دوه کسان ‎نیول شوي

هرات (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت اسلام‌کلا بندر له لارې له هېواده د څه باندې دوه سوه زره امريکايي ډالرو قاچاق په تور دوه کسان نيول شوي دي.

د هېواد لوېديځ کې د ۲۰۷ الفارق قول‌اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې نن سهار د دې قول‌اردو د پنځمې سرحدي لوا کشفي او استخباراتي منسوبينو په اسلام‌کلا بندر کې ايران ته د ډالرو د قاچاق په تړاو دوه کسان نيولي دي.

سرچينې زياته کړې: «له دغو قاچاق وړونکو دوه سوه او لس (٢١٠) زره امريکايي ډالر چې غوښتل يې ايران ته یې ولېږدوي، ترلاسه شوي دي.»

په همدې حال کې، ‎په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوي کسان د اړوندو ارګانونو تر پلټنو ‎لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.