[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې تېز باد خلکو ته زیانونه اړولي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافط عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، د مارجې ولسوالۍ د مشترک بازار دښتې سیمه کې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د توپاني بادونو له امله د ۲۵ کورونو ۲۰۱ سولري هندارې ماتې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د یادو بادونو له امله بېوزلو هېوادوالو ته د شاوخوا ۱۴ میلیون افغانیو مالي زیانونه اوښتي دي.
راشد وویل، د سیمې اوسېدونکو له اړوندو موسسو او دولتي چارواکو د مرستې غوښتنه کړې؛ ځکه که مرسته ورسره ونه شي ممکن فصلونه یې له منځه ولاړ شي.
[/restrict]
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن