[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): د ټایلنډ په کوربهتوب د څلورو هېوادونو ترمنځ فوټسال سیالیو په لړ کې افغانستان له کوربه ټایلنډه لوبه وبایلله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له ټایلنډ سره لوبه ترسره کړه.
سرچینې زیاته کړې چې لومړی ټایلنډ دوه ګولونه ووهل خو ورپسې افغانستان وکولای شول دوه ګولونه ووهي، لوبه مساوي شوه خو وروسته ټایلنډ درېیم ګول وواهه او دغه راز دا لوبه یې درې پر دوه ګولونو وګټله.
د فوټبال فدراسیون معلوماتو له مخې، په دغو لوبو کې د کوربه هېواد ټایلنډ په کډون د اسټرالیا، مالیزیا او افغانستان لوبډلو برخه اخيستې ده.
د معلوماتو له مخې، افغانستان په دغو لوبو کې د جدول په سر کې ځای لري.
د یادونې ده، په دغو لوبو کې افغانستان اسټرالیا ته ماته ورکړې او له مالیزیا سره یې لوبه مساوي شوې ده.
[/restrict]
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن