Language

غور کې په زور د یوې نجلۍ د نکاح کولو ادعا او د پولیسو له خوا يې ردېدل

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د اسلامي امارت کسانو په دغه ولایت کې یوه نجلۍ په زور بل کس ته نکاح کړې او وايي، د دوو کورنیو ترمنځ ستونزې پر «مجاهدینو» غوغا رامنځه کېدو لامل شوې دي.

د اماج په نوم یوې اېکس‌پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې د اسلامي امارت کسانو د غور د پسابند ولسوالۍ له نورک کلي یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په روز له ځان سره وړې او د شاه‌ولي په نوم د هغوی یوه «جنګیالي» ته یې په نکاح کړې ده.

اماج د «سیمه‌ییزو سرچینو» په حواله لیکلي چې د شنبې په ورځ د دې نجلۍ د وړلو پر مهال، د پسابند ولسوالۍ ځینو مسوولینو هم شتون درلود.

خو د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري دغه ادعا «کاملاً بې‌بنسټه او تش دروغ» بولي.

login or register a new account.