ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۳۸۰۰ کډوال راستانه شوي

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۳۸۰۰ کډوال راستانه شوي

author avatar
28 Mar 2024 - 15:30
تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۳۸۰۰ کډوال راستانه شوي
author avatar
28 Mar 2024 - 15:30

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۳۸۰۰ کډوال په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۳۸۲۵ کسان کېږي، د وري میاشتې له دویمې تر اتمې پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۳۰۱ کسان او ۵۸ کورنۍ، له پاکستانه د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۳۵۲۴ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان وړمه یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو د دغه هېواد له نوي حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په تازه‌ګۍ سره د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی څو د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ پيل کړي او ویل شوي چې په دې دور کې به یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.

مخکې له دې په لومړۍ مرحله کې پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې اعلان کړی و چې ۱،۷ میلیون افغان کډوال به چې د اوسېدنې اسناد نه لري، له دغه هېواد څخه وباسي.

د یادونې ده چې د تېر کال د کب میاشتې له ۲۴مې د وري تر لومړۍ پورې له پاکستانه او ایرانه شاوخوا ۲۳۴۵ کسان په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راغلي وو.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.