Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شمال کې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوه

مزارشریف (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د هېواد په شمالي څلور ولایتونو بلخ، فاریاب، سرپل او جوزجان کې د ترافیک پولیسو لوی ریاست له لوري د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوه.

د دې پروسې د پیل پر مهال د ترافیک پولیسو لوی رییس پاسوال حسیب‌الله مختار وویل چې دغه کار به په ښاري نظم او امنیت کې مهم رول ولري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، له دغه کاره یې موخه په هېواد کې د ترانسپورټي بې‌نظمۍ او د جنایي جرمونو مخنیوی دی.

هغه وویل، ټکسي موټرو ته چې کوم رنګ انتخاب شوی په نړۍوال معیار برابر دی او ښه کیفیت لري.

بلخوا د ټکسي موټرونو د رنګ بدلولو قراردادي شرکت مسوول محمدالیاس رحیمي وایي چې دغه شرکت په میاشت کې د پنځه سوو موټر رنګولو ظرفیت لري چې د هر موټر په رنګولو ۹۱۱۰ افغانۍ لګښت راځي.

نوموړي وویل: «مونږ معمولا ټکسي په دوه کټګوریو وېشلي چې یو شهري دي او بل اطرافي، بیا مو د ښار او اطراف لپاره ماډلونه په نظر کې نیولي، د ۱۹۹۰ ماډل څخه ښکته ته مونږ د ښاري ټکسي اسناد نه ورکوو او د ۱۹۹۰ ماډل څخه پورته چې څومره لوړ ماډل وي، دوی کولای شي چې هم ښاري او هم اطرفي اسناد واخلي.»

دغه راز، په دې غونډه کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس له خلکو غوښتنه وکړه چې دې پروسې ته ژمن پاتې شي او په خپل وخت د ټکسي موټرو اسنادو اخیستل او نور رسمي مراحل ترسره کړي څو ترافیک پولیس دې ته اړ نه شي چې دغه پروسه په خلکو په زور تطبیق کړي.

بلخوا په کابل کې یوه ټکسي چلوونکي ملکي بهرامی پژواک ته وویل، د حکومت پرېکړې ته احترام لري خو د ټکسي رنګ بدلول به دوی له ستونزو سره مخ کړي.

هغه وایي: «مونږ له غریبي ټکسي چلوو، اوس مجبور یو چې د حکومت له امر سره سم يې رنګ بدل کړو، خو د رنګ بدلولو پیسې نه لرو مجبور په قرض يې واخلو.»

هغه زیاتوي، د افغانستان د ټکسي له ژېړ رنګ سره خلک بلد وو، څو چې له نوي رنګ سره بلدیږي ډېر وخت ته اړتیا ده او تر هغه به د دوی کاروبار له ستونزو سره مخ وي.

د یادونې ده، ټکسي موټرو رنګ بدلولو لړۍ تر دې وړاندې د هېواد پلازمینې کابل کې پیل شوې وه او تر دې دمه د سلګونو موټرو رنګونه بدل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.