کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټ د هوا له لارې پیلېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرې د اسلامي امارت پلاوي او د پاکستان سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرې پلاوي ترمنځ دوه اړخیزې خبرې وشوې.
دغه وزارت ویلي، په یادو دوه ورځنیو خبرو اترو کې له سیاسته د سوداګرۍ پر جلاوالي او د دواړو هېوادونو د وګړو د ګټو په پام کې نیولو سره له خنډونو جوړولو پرته پر سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ټینګار وشو.
په اعلامیه کې راغلي، د اپټا تړون په اړه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په دوو میاشتو کې باید د اپټا تړون نهایي شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوا له لارې ترانزیټ هم پیل شي.
سرچینې زیاته کړې، هوکړه وشوه چې پاکستاني لوری به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کراچۍ په بندرونو کې له نړۍوالو کانټینرونو څخه سیمهییزو کانټینرونو ته د مالونو انتقال ته اسانتیاوې برابرې کړي.
یاد وزارت ویلي، د ترجیحي سوداګرۍ په اړوند هوکړه وشوه چې له دواړو لورو به هغو ۱۰ قلمه صاداراتي اموالو ته چې ۸ قلمه یې کرنیز او دوه یې صنعتي دي، تعرفوي ترجیحات ورکول کېږي.
سرچینې لیکلي، په ازمایښتي ډول د یوه کال لپاره د لاریو د تګ راتګ موقت ازاد سند باندې هوکړه وشوه چې د ۲۰۲۴ له مې څه به تطبیق شي.
سوداګرۍ وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ډګرونو له لارې د ترانزیټ په ډول (Multi–modal Air Transit) د مالونو د انتقال برخه کې هوکړه وشوه چې راتلونکو دوو میاشتو کې به پیل شي.
اعلامیه کې زیاته شوې، د افغانستان د ټرانزیټي توکو په اړه د پاکستان د وروستیو اقداماتو په لړ کې هوکړه وشوه چې د یوې اونۍ په لړ کې باید د بانکي ګرنټي الزامي والي لرې شي او د تېر په څیر پر بیمې اکتفا وشي او دغه راز پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې له افغان اړخ سره به په مشوره د نورو خنډونو لرې کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
سرچینه زیاتوي، دواړه لوري د جنس پر جنس «بارټر» سوداګرۍ څخه منصرف شول او د بانکې اړیکو د ایجاد او پراختیا په اړه یې موافقه وکړه او همدارنګه له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادارتو هم خبرې وشوې او پاکستاني لوري چمتووالی وښود چې په نړۍوال نرخ به یې پېري.
دغه راز په دې هم موافقه شوې چې د افغانستان دننه د صادراتي پنبې ضد عفوني کول کافي دي.
د یادونې وړ ده، د پاکستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ټینګښت او پراخولو په موخه ترسره شوی دی.
Views: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن