ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د کېک بوکسینګ سیالۍ پيل شوې

هلمند کې د کېک بوکسینګ سیالۍ پيل شوې

author avatar
29 Mar 2024 - 15:59
هلمند کې د کېک بوکسینګ سیالۍ پيل شوې
author avatar
29 Mar 2024 - 15:59

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کېک بوکسېنګ شپږ ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالي د کېک بکسېنګ فدراسیون تر چتر لاندې د نظري کلپ په همکارۍ پيل شوې دي.

په دې اړه د نظري کلپ مسوول الله‌نظر نظري پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ د رمضان جام تر نوم لاندې تېره شپه په مرکز لښکرګاه کې پيل شوې.

نوموړي وویل چې په دغو سیالیو کې ۷۰ لوبغاړو برخه اخیستې او شپږ ورځې به دوام وکړي.

د هغه په وینا، له دغو سیالیو څخه موخه د با استعداده لوبغاړو پېژندل دي څو په ملي لوبو کې ګډون وکړي.

دغه راز، یو لوبغاړی کرم‌خان احمدي د یادو سیالیو ترسره کېدو ته خوشحاله دی، خو وايي چې حکومت او ملي سوداګر باید ورشکاران تشویق کړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د یادونې ده، څو ورځې وړاندې هم په هلمند د کبډي سیالۍ پيل شوې او تر اوسه ادامه لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.