Language

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: خلک دې لوحې، لیکدړې او تابلوګانې په خپلو ملي ژبو ولیکي

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې هټیو، استوګنځایونو، سوداګریزو مرکزونو، موسساتو او اړوندو بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې په لوحو، لیکدړو او تابلوګانو کې د بهرنیو ژبو اصطلاحاتو له کارولو ډډه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ټولو اصنافو «دوکانونو، استوګنځایونو، سوداګریزو مرکزونو، موسساتو او اړوند بنسټونو» ته خبر ورکول کېږي، هغه لیکدړې، لوحې، او تابلوګانې چې د بهرنیو ژبو عبارات او اصطلاحات په کې کارول شوي او د شرعي اصولو خلاف انځورونه، د متن منځپانګه یې ناسم جوړښت ولري او نامناسبو ځایونو کې ځوړند شوي وي، اصلاح او مناسبو ځایونو کې ځوړند کړي.

دغه راز په اعلامیه کې د ټولو اصنافو له مالکینو غوښتنه شوې چې لیکدړې، لوحې، او تابلوګانې د هېواد په رسمي او ملي ژبو ولیکي.

دغه وزارت زیاته کړې، ځینې هغه اصطلاحات او عبارتونه چې د هېواد په رسمي او ملي ژبو کې بدیل نه لري، لیکل یې مستثنی دي.

سرچینې ویلي، د لیکدړو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او بېلابېلو حکومتي ادارو څخه جوړ شوی، کړنې یې د لوحو او د اعلاناتو د تابلوګانو څارنه، سموونه او په یادو برخو کې د قانون پلي کول دي.

یاد وزارت ویلي، دغه کمېسیون خپلې چارې په کابل ښار کې پیل کړې دي او په ولایتونو کې هم ورته چارې د ولایتي کمېټو له خوا پرمخ وړل کېږي.