[restrict paid="true"]
فراه (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د فراه ولایت فراهرود ولسوالۍ په چکاب سیمه کې د کندهار - هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی دی.
د فراه د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوی عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن د شپې نهه بجې د پاسو او ټېلر موټرو د ټکر له امله شوې ده.
نوموړی وایي، په پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د ټېلر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
بلخوا بیا د فراهرود ولسوالۍ د روغتیا مسوول عبدالنافع حمزه پژواک ته وویل چې نن شپه د دې ولسوالۍ کلینیک ته یو جسد ور وړل شوی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP