ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو لېږد پروژې سروې پيل شوه

د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو لېږد پروژې سروې پيل شوه

author avatar
30 Mar 2024 - 23:09
د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو لېږد پروژې سروې پيل شوه
author avatar
30 Mar 2024 - 23:09

[restrict paid="true"]

پاراخ (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو لېږد پروژې سروې پيل شوه.

د پنجشېر ولایت مقام له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موخه د اوبو او برېښنا وزارت تاسیساتو د سروې او ډیزاین ریاست پلاوي او د ترکیې د SKM ساختماني شرکت رییس دغه ولایت ته سفر وکړ او له حافظ محمداغا حکیم سره یې ولیدل.

والي په دې لیدنه کې وویل، د سروې له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر کابل ته د پنجشېر د سیند اوبو لېږدولو کار پیل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې په پلې کېدو به په راتلونکي کې په پلازمېنه کابل کې د څښاک اوبو ستونزه هواره شي.

ورته مهال، د اوبو او برېښنا وزارت د تاسيساتو د سروې او ډيزاين رييس محمدعارف مومند وويل چې د پنجشېر له سينده کابل ته د اوبو لېږد یوه ملي پروژه ده چې ١٢٠ کيلومتره اوږدوالی به ولري. دغه پروژه د پنجشېر له مرکز بازارکه پيل او د کابل په تره‌خېلو سيمه کې پای ته رسېږي.

مومند زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دې پروژې د تطبیق تړون له یوه ساختماني شرکت سره لاسلیک شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو څو کلونو کې په کابل کې د اوبو کمښت په یوه جدي ستونزه بدله شوې او ډېری خلک یې اندېښمن کړي دي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.