کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډلې میانمار ته په دوستانه لوبه کې شپږ پر یو ماته ورکړه.
یاده سیالي نن د میانمار په کوربهتوب د افغانستان پر وخت د ماسپښین یوه بجه ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دغه سیالۍ کې میانمار یو ګول او د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې شپږ ګولونه ترسره کړل او لوبه یې وګټله.
سرچینې زیاته کړې په دې سیالۍ کې فرزاد محمودي دوه، امید قنبری، حسن حسیني، علي جعفري او سید مجتبی حسیني بیا یو - یو ګولونه ووهل.
د یادونې ده، له دې سیالۍ وړاندې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ټایلنډ په کوربهتوب د څلورو هېوادونو ترمنځ فوټسال سیالیو کې برخه واخیسته او په دغو لوبو کې یې درېیم مقام ترلاسه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP