پلعلم (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي، په تېر یو کال کې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۳۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو ګومارل شوو ښوونکو کې ۲۰۰ ښځې او پاتې نور نارینه دي.
هغه زیاته کړه چې د یادو ښوونکو له ډلې ۷۸۰ یې په دیني مدرسو او پاتې نور په ښوونځيو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
عرب زیاته کړه، د یادو ښوونکو له ګومارنې وروسته په ښوونځیو کې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال لپاره د ښوونکو کمښت ستونزه نږدې سل سلنه هواره شوې ده.
خو دی وایي چې په دیني مدرسو کې د ښځينه او نارینه ښوونکو کمښت لپاره به شاوخوا ۳۰۰ نور ښوونکي هم پر دندو وګومارل شي.
د مرکز پلعلم یوه ښوونکي صدیقالله پژواک ته وویل، د نوو ښوونکو له ګومارنې سره به په نوي تعلیمي کال کې د پوهنې ریاست اړوند ښوونځيو او دیني مدرسو کې د ښوونکو کمښت ستونزه هواره شي.
نوموړي د پوهنې له وزارته وغوښتل چې په لرو سیمو کې د ښوونځيو ودانیو نشتون ستونزې ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د پلعلم د حضرت عمر فاروق (رض) ښوونځي د دوولسم ټولګي یوه زدهکوونکي بسمالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې په ښوونځيو کې د ښوونکو کمښت ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو کلونو کې به د ښوونکو کمښت له امله د کال تر پایه د ښوونځيو مضامین بشپړ نه تدریسېدل او زدهکوونکي به له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
یادونې ده، د لوګر پوهنې ریاست په ۱۴۰۱ لمریز کال کې هم د دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره شاوخوا ۱۲ سوه نوي نارینه او ښځینه ښوونکي ګومارلي وو.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن