Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د مرغانو د ښکار په تور شپږ کسان نیول شوي

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یې د مرغانو د ښکار په تور شپږ کسان نیولي دي.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د شالي ناوې سیمه کې یې شپږ کسان چې غوښتل یې غره ته په ښکار پسې ولاړ شي، نیولي دي.

هغه زیاتوي چې له نیول شوو کسانو یې یو ښکاري ټوپک، کارتوس، دامونه، څلور زرکان او قفسونه هم نیولي دي.

اروزګانی وايي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.

د یادونې ده، اسلامي امارت په هېواد کې د هر ډول الوتونکو، کبانو او وحشي ژوو پر ښکار بندیز لګولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.