[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند ګذرونو کې د فرعي سړکونو او کوڅو پخولو څلور پروژې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیحالله رحیمي د یادو پروژو پرانیستې پر مهال وویل چې دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د هغو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو هواري په موخه چې له ښاري اسانتیاوو بې برخې دي، پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، په یوولسم ګذر کې سړک د ٦٤٠ مترو په اوږدوالي او د ٣.۵ څخه تر ۵.۲ مترو په سور، په څوارلسم ګذر کې سړک د ۸۵۷ مترو په اوږدوالي او له څلورو څخه تر ۵.۴ مترو په سور، په پنځلسم ګذر کې د ٦٩٠ مترو په اوږدوالي او ۴ متره سور او په پنځهویشتم ګذر کې سړک د ۷۱۵ مترو په اوږدوالي او له ۳.۷ څخه تر ۴ مترو په سور د لښتیو په ګډون، په ټولیزه توګه د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
د یادونې ده، د دغو پروژو له لارې هره ورځ ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP