Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغاني سره میاشت کابل کې د رواني او عصبي ناروغانو وړیا درملنه کوي

افغاني سره میاشت کابل کې د رواني او عصبي ناروغانو وړیا درملنه کوي

author avatar
31 Mar 2024 - 13:55
افغاني سره میاشت کابل کې د رواني او عصبي ناروغانو وړیا درملنه کوي
author avatar
31 Mar 2024 - 13:55

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۳): افغاني سره میاشت په کابل ښار کې د رواني او عصبي ناروغانو د وړیا درملنې له پیلېدو خبر ورکوي.

دغه بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «افغاني سرې میاشتې له پنځو کلونو د ډېر عمر لرونکو رواني او عصبي ناروغانو د وړیا درملنې لپاره دوه نارینه او ښځینه رواني او عصبي ډاکټران موظف کړي دي.»

سرچینې له هغو کسانو چې په کور کې رواني او عصبي ناروغان لري، غوښتي چې خپل ښځینه ناروغان د وړیا درملنې لپاره د کابل مرستون کې د افغاني سرې میاشتې کلینیک او نارینه ناروغان د افغاني سرې میاشتې ترڅنګ د رواني ناروغانو ساتنې امریت ته بوځي.

په همدې حال کې د دغه بنسټ ویاند مدثر همراز پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه رواني او عصبي ناروغان چې راځي، د افغاني سرې میاشتې له لوري یې وړیا درملنه کېږي.»

سرچینې وویل، د شدیدو ناروغان درملنه د اوږدې مودې لپاره کېږي خو هغه ناروغان چې سخت نه وي، د هغوی درملنه ډېر وخت نه اخلي.

هغه زیاته کړه چې رواني او عصبي ناروغانو ته لازمې مشورې ورکول کېږي او که اړتیا وي نو د درملو له لارې یې هم درملنه کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.