کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله نن له میانمار سره دویمه دوستانه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، یاده سیالي د میانمار په کوربهتوب د افغانستان پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي.
دغه راز پرون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې میانمار ته په لومړۍ دوستانه لوبه کې شپږ پر یو ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده، له یادې سیالۍ مخکې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ټایلنډ په کوربهتوب د څلورو هېوادونو ترمنځ فوټسال سیالیو کې برخه واخیسته او په دغو لوبو کې یې درېیم مقام خپل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP