کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وایي، د ملي ارشیف ساتنې لپاره دې بودیجه ځانګړې شي ترڅو هېواد کې لرغوني اثار په سمه توګه خوندي شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیقالله عزیزي دغه څرګندونې نن کابل کې د ملي ارشیف د خطي نسخو درې ورځنی نندارتون په پرانېست غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې د هېواد په ملي ارشیف کې د ټولو تاریخي اثارو ساتنه د مسوولینو دنده ده.
عزیزي زیاته کړه، ځینې کسان د تاریخي اثارو لوټلو او قاچاق هڅه کوي خو وس یې نه رسیږي ځکه چې حکومت د تاریخي اثار د ساتنې لپاره جدی دی.
هغه همدا راز وویل، حکومت دې د ملي ارشیف ساتنې لپاره ځانګړې بودیجه وضعه کړي تر څو یې ودانۍ او په کې شته تاریخي اثار سم خوندي شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه، که په کورونو کې خطي نسخې او نور تاریخي اثار لري نو ملي ارشیف ته دې وسپاري ترڅو یې په کلکه توګه ساتنه وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په دغه غونډه کې وویل چې اوس مهال په ملي ارشیف کې تر دوه سوه زرو بېلابېلې تاریخې نسخې شتون لري.
هغه وویل: «اسلامي امارت ژمن دی او مسوولیت هم لرو چې د ټولو تاریخي اثارو ساتنه او د ضایع کېدو مخنیوی وکړو تر څو راتلونکي نسلونه له دغو اثارو سمه ګټه واخلي.»
حنفي زیاته کړه، د حکومت مسوولیت دی چې د هېواد د تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی وکړي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن