کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، له څه باندې دوه زره کورنیو سره په اروزګان ولایت کې د خوراکي توکو او له ۸۶۶ کورنیو سره نغدې مرستې وشوې.
د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې له ۲۰۵۹ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه وویل چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ وېشل شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلودال او درې کیلو د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.
دغه راز، د بادغیس والي ویاند احمدجان حنظله وایي چې په دغه ولایت کې له بېځایه شوو او اړمنو ۸۶۶ کورنیو سره نقدي مرسته وشوه.
هغه وویل چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ وېشل شوې او یادو کورنیو ته په دوو ګتګوریو کې ۱۳۷۰۰ او ۱۸۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP