ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا: په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

اوچا: په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

author avatar
31 Mar 2024 - 11:59
اوچا: په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي
ارشیف
author avatar
31 Mar 2024 - 11:59

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۳): د م.م د بشري مرستو همغږۍ کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او دغه راز له ۵۴۰ څخه ډېر کورونه یې سخت زیانمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي، سېلابونو په اوو ولایتونو کې شپږ پلونه او ۴۵۰ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

اوچا زیاته کړې، هغه ولایتونه چې تر ټولو زیات زیانمن شوي فاریاب، ننګرهار او دایکنډي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، دا درېیم ځل دی چې د افغانستان په شمال کې له یوې میاشتې په کمه موده کې سېلابونه راځي.

د دې ادارې په وینا، د وروستیو سېلابونو له امله یادو درېیو ولایتونو کې له ۳۵۰ ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.