Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۲۳۸ سیمه‌ییز ټولګي پرانیستل شول

پل‌علم (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۸ نوي سیمه‌ییز ټولګي پرانيستل شول.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه‌ییزو ټولګيو کې شاوخوا شپږ زره او پنځه سوه نجونو او هلکانو ته د لیک لوست زمینه برابره شوې چې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې به په‌کې زده‌کړې کوي.

عرب زیاته کړه، دغه سیمه‌ییز ټولګي په لرو کلیوالي سیمو کې چې ماشومانو یې لیک لوست ته لاسرسی نه درلود، جوړ شوي دي.

هغه وویل: «لوګر کې نن د یونیسف په مالي ملاتړ د وایفا (WYFA) مؤسسې له لوري سلګونه نوي سیمه‌ییز ټولګي رسماً پرانیستل شول چې په یادو ټولګیو کې شاوخوا ۶ زره او ۵ سوه زده‌کوونکي زده‌کړې کوي چې ۹۰ سلنه یې نجونې دي.»

نوموړي همدارنګه وویل، د دغو نوو ټولګیو لپاره شاوخوا ۳۰۰ نارینه او ښځينه ښوونکي هم ګومارل شوي او په نږدې ورځو کې به یې زده‌کوونکو ته قرطاسیه هم ووېشل شي.

بل لور ته خلک هم د دغو ټولګیو جوړېدو ته خوښ دي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مدثر پژواک ته وویل، د دې ولسوالۍ په لرو سیمو کې اوس هم سلګونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي.

خو هغه هیله وښوده چې له دغو نوو ټولګیو سره به تر یوې اندازې دغه ستونزه هواره شي.

دغه راز، د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحیم‌الله پژواک ته وویل، د ازرې ولسوالۍ خلک د زده‌کړو له دغه پروګرامونه بشپړ او هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه، پوهنې وزارت ته په کار ده چې د دې ولسوالۍ په پاتې سیمو کې هم ورته سیمه‌ییز ټولګي پرانیزي.

باید وویل شي چې تېر کال هم د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC)  له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا زر سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي وو چې ۳۰ زره هلکانو او نجونو په‌کې زده‌کړې کولې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.