Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د یوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

هرات (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کشک‌ رباط سنګي ولسوالۍ کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف د دې پېښې د تایید ترڅنګ وویل، دغه پېښه پرون ماښام د کشک‌ رباط سنګي ولسوالۍ اړوند په تلخان کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه سرګلوله له تېرو جګړو پاتې وه چې د چاودنې له امله یې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ څرګنده کړې چې د پېښې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او تر درملنې لاندې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.