[restrict paid=”true”]
لښکرګاه ( پژواک ، ۱۲ وری ۱۴۰۳ ) : هلمند ولایت کې د ۱۴۰۵ کیلو متره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد سړک د پرانستو په مراسمو کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي او د یو شمېر ادارو مسوولینو برخه اخیستي وه .
د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل ؛ ولايتي اداره تل هڅه کوي چې لومړيتوبونو ته په پام سره د هلمند په ټولو سيمو کې په متوازن ډول دا ډول بنسټيز خدمات سرته ورسوي.
ریاض که څه هم د لګښت په اړه یې معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه، یاد سړک د ولایت مقام د تخنیکي کمېټې په مټ په داخلي بودیجې او ماشینرۍ جوړېږي چي لوی مانده او کندهار ـ هرات لویه لار سره نښلوي.
ده وویل، ددې سړک په جوړېدو سره به یې د خلګو لپاره ګڼژ اسانتیاوې رامنځته شي.
دده په خبره چي دا سړک ۱۴:۵ کېلو متره اوږدوالی او ۱۰ متره عرض لري او د ضرورت په اندازه پلچکان هم پر همدې سړک جوړېږي.
د مولوي محمد قاسم ریاض د معلوماتو له مخې، یاد سړک د هغه ۲۹ کېلو متره سړک لومړی فاز بلل کېږي چي د مختار اړوند مهاجرو سیمه کي تېريږي او هلمند سیند ته ځان رسوي چي له هلمند سیند څخه د باباجي ولسوالۍ لوی مانده سیمه کي تېریږي او کندهار ـ هرات لویي لار سره وصلیږي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، ټاکل شوي ده چې ددې سړک دوهم فاز به د لښکرګاه ښار رخام جادې څخه تر هلمند سیند پورې وي چې د جوړېدلو کار به یې نږدې راتلونکي کي هم پیل شي او درېیم فاز به یې د هلمند سیند څخه تر لوی مانده پوري وي.
[/restrict]
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن