غزنيښار (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګيرو ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودني له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منصور افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازدیګر څلور بجې د ګیرو ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې د روسانو د وخت یوه ناچاودي ماین پر ماشومانو د لوبو پر مهال چاودنه کړې ده.
هغه وویل چې په پېښه کې نهه ماشومان وژل شوي چې پنځه یې نجونې او څلور هلکان دي او عمرونه یې هم له څلورو تر لسو کلونو ښودل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP