ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې پولیسو ۵۲ افغان کډوال نیولي

د ترکیې پولیسو ۵۲ افغان کډوال نیولي

author avatar
1 Apr 2024 - 11:56
د ترکیې پولیسو ۵۲ افغان کډوال نیولي
author avatar
1 Apr 2024 - 11:56

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې ۵۲ هغه افغان کډوال یې نیولي چې د یوه لارۍ موټر په ټانکۍ کې پټ شوي وو.

د راپورونو پر بنسټ، د دغو افغان کډوالو له ډلې دوه کسان د اکسیجن کمښت له امله مړه شوي او د اوو نورو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

د ترکیې د غازي انتپ ښار پولیسو ۴۳ نور افغان کډوال هم افغانستان ته د بېرته ستونولو لپاره د بهرنیو وګړو مرکزونو ته لېږدولي دي او د لارۍ موټر چلوونکی له دوو نورو کسانو سره نیول شوی دی.

د پولیسو په خبره، دغه افغانان هغه مهال په غازي انتپ ښار کې نیول شوي چې د یوې لارۍ په ټانکۍ کې پټ شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې له ترکیې، ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو بهیر چټک شوی دی.

ترکیې له تېرو دوو ورځو راهیسې څه باندې ۹۰ افغانان د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نیولي چې ویل کېږي ټول به بېرته له ترکیې ایستل کېږي.

د ترکیې پولیسو پرون هم په «اماسیا» ښار کې د یوه بار وړونکي موټر د تلاشۍ پر مهال د ۴۰ نورو افغانانو د نیولو هم خبر ورکړی و.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېره ۲۰۲۳ مېلادي کال کې په دغه هېواد کې ۶۸ زره او ۶۸۷ افغان کډوال نیول شوي چې یو شمېر یې بېرته ایستل شوي دي.

ترکي چارواکو له دې مخکې څو ځله اعلان کړی په ټوله ترکیه کې د غیرقانوني کډوالو د راتلو مخینوي لپاره مبارزه روانه ده.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، دمګړۍ څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال په ترکیه کې کې ژوند کوي.

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.