ګردیز (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د ګردیز ښاروالي وایي، په دغه ولایت کې د ۹۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتیا ولایت ښاروال مولوي سیدنظیم مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې د ګریز په ښار کې پلې کیږي چې د ۱۷۰ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال، یوه لوی پلچک او د ۵۷۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال جوړول په کې شامل دي.
هغه وویل چې په دغو پروژو ۹۵ زره امریکایي ډالره لګښت راځي او مالي لګښت یې د «يو اين هبيتات» مؤسسې له خوا ورکول کیږي.
د ګردېز ښار یو اوسېدونکی حليم ګل د یادو پروژو په پلې کېدو خوښ دی او وایي چې تر دې وړاندې به د سيلاب راوتو پر مهال خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو خو د استنادي ديوال او پلچک په جوړېدو سره به د سيلاب اوبو مخه ونيول شي.
ګردېز مسوولینو د معلوماتو له مخې، روان ۱۴۰۳ کال به په ګردېز ښار کې ۵۰ لويې او وړې پروژې پلې کیږي چې تر ډيره به ورسره د ښاريانو ستونزې راکمې او د ښار بڼه به بدله شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP