Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیواېچ‌او له افغانستان سره د څه باندې څلور میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي کېټونو مرسته کړې

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د افغانستان له روغتونونو د سره صلیب کمیټې د مرستو له بندېدو وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې یې له ۲۵ روغتونونو سره د ۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیایي کېټونو او درملو مرسته کړې ده.

دغه سازمان نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دوی له ملاتړ سره روغتونونه ۳،۵ میلیون کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي او دغه‌راز د مړینې کچې په ټيټولو ‎کې مهم رول ولري.

د یادونې ده چې سره صلیب د ۲۰۲۳ کال اګست میاشت کې د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره خپل مالي ملاتړ پای ته ورساوه.

له دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۴۰۲ کال لېندۍ میاشت کې ویلي وو چې د درملو برابرولو او په افغانستان کې له روغتونونو ملاتړ په موخه ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.