میدانښار (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د میدانوردګو حکومتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره ملي موزیم جوړ شوی چې تر اوسه ورته له سل قلمه ډېر تاریخي اثار راټول شوي دي.
د میدانوردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي حبیبالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه موزیم په دې وروستیو کې د دوی له لوري جوړ شوی او نوم یې ورته «مجاهد ملي موزیم» ایښی دی.
ده زیاته کړه: «دغه موزیم دوه برخې لري چې په یوه کې تاریخي اثار ساتل کېږي او بله برخه کې یې هغه توکي ساتل کېږي چې د امریکایانو له لوري د جګړو پر مهال غنیمت نیول شوي دي.»
د هغه په وینا، دغه موزیم د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی او تر اوسه خلکو ورته له خپلو کورونو تر سل قلمه ډېر تاريخي اثار راوړي دي.
مجاهد د بېلګې په توګه وویل چې تېره اونۍ د کابل، پروان او میدانوردګو ولایتونو اوسېدونکو ورته پنځه قلمه تاریخي اثار سپارلي چې سلګونه کلونه لرغنتوب لري.
هغه وایي، د دغه موزیم په لرغونو توکو کې د اور بلولو توکي، پخوانۍ کټوې، قابونه، د سپینو زرو سیکې، غمي، میسي لوښي، خلکو ته له نیکونو ورپاتې د انګرېزانو د یرغل مهال وسلې او نور ځيني شیان شامل دي.
ده وویل چې میدانوردګو خپل ملي موزیم نه درلود نو لرغوني اثار یې د کابل په موزیم کې ساتل کېدل خو اوس پلان لري چې دغه توکي د کابل له موزیمه بېرته راانتقال کړي.
بل لور ته خلک هم د دغه موزیم جوړېدو ته خوښ دي.
د میدانوردګو د نرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نجیبالله پژواک ته وویل چې ځیني پخواني قابونه یې په دغه موزیم کې د ساتنې په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارلي دي.
هغه وویل: «د دغه موزیم جوړېدو ته خوښ یم، ځیني قابونه مې ورته سپارلي، دغه قابونه ۹۰ کاله زما پلار ساتلي وو خو اصلاً د هغه د نیکه وو خو دا معلومه نه ده چې نیکه به یې څو کاله ساتلي وو خو موږ د ښه خوندیتوب په موخه موزیم ته وسپارل.»
د میدانوردګو حکومتي مسوولینو له خلکو غوښتنه وکړه، که په کورونو کې یې تاریخي اثار وي، دغه موزیم ته دې وسپاري څو بډای شي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن