Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان لویو پروژو کې پانګونه وکړي

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال وایي، په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره دې د سیمې او نور هېوادونه د افغان ټرانس، هرات – بولدک، چابهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو پلې کېدو کې پانګونه وکړي.

ارګ نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېر ماښام په بهرنیو چارو وزارت د روژه‌ماتي مېلمستیا کې په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو ته وینا وکړه.

سرچینې ویلي، په دغو مراسمو کې حنفي د بېلابېلو هېوادونو سفارتونو مسوولینو، استازو، ډیپلوماټانو او د یوناما مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل تعامل او درناوي له مخې د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل: «اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیستانو بې‌رحمانه بریدونه او د فسلطین ملت عام‌وژنه په ټوله معنا غندي او په غزه کې د ټولو بشري او بین‌المللي اصولو خلاف دغه ترسره کېدونکي بریدونه ټول بین‌المللي نظم او قوانین تر پوښتنې لاندې راولي.»

هغه ویلي: «د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی، د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد له منځه تللی او د مطبوعاتو فعالیت جریان لري. معتادین راټول شوي او په دې وروستیو کې له یو میلیون ډېر افغان کډوال چې له ګاونډیو هېوادونو په زور راایستل شوي وو، په ښه توګه مدیریت شوي دي.»

حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت د سیمې او له نورو ټولو هېوادونو غواړي چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو کډوالۍ  مخنیوي، د نشه‌یي توکو ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات تضمین لپاره د افغان ټرانس، هرات - بولدک، چاه بهار، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي.

د حنفي په وینا، په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دغه هېواد اوسېدونکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او نورو ټولو هېوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات دوام لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړینه ده.

هغه د کاسا زر پروژې علمي کېدو لپاره د نړۍوال بانک له اقدامه هرکلی کړی دی.

حنفي له بېلابېلو هېوادونو د افغانانو په زور ایستلو منفي اغېزو ته په اشاره وویل: «په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي؛ دغه کار دوه اړخیزه اړیکو او د ګاونډیتوب موضوع کې مرسته نه کوي.»

هغه وایي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي چې افغانستان یو اقتصادمحوره هېواد وي.

نوموړی وایي، اسلامي امارت د هیڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.

هغه دغه راز په ایران، روسیې او پاکستان کې شوو بریدونو ته په اشاره وویل: «موږ دغه بریدونه چې د عامو خلکو د وژنې لامل کېږي، غندو.»

دغه راز ارګ پر خپله اېکس پاڼه په یو بل خبر کې ویلي چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتوت سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتوت: «له افغانانو، په ځانګړي ډول د هرات زلزله‌ځپلو او له بېلابېلو هېوادونو راستنو شوو کډوالو ته د بشري مرستو وېش برخه کې د اسلامي امارت له همکاریو د مننې ترڅنګ د سراسري امنیت، د نشه‌یي توکو قاچاق، سوداګرۍ او اداري فساد مخنیوي هرکلی وکړ.»

سرچینې ویلي، په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال زیاته کړه، له افغانانو سره به د نړۍوالې ټولنې مرستې دوام ولري او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې مستحقو افغانانو ته دې د مرستو رسولو کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې، د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د کډوالو ایستل د کډوالۍ نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی.

د سرچینې معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې همکاریو له امله مننه وکړه.

حنفي زیاته کړې، له ګاونډیو هېوادونو په زور د افغان کډوالو ایستلو پروسه د ټولو نورمونو خلاف ترسره کېږي او د اسلامي امارت مسوولین مستحقینو ته د بشري مرستو رسولو پروسه کې له نړۍوالو او مرسته‌کوونکو سازمانونو سره همکار دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.