پلعلم (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د لوګر ولایت پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکيبرک ولسوالیو کې نهه بابه ښوونځي بیارغول کېږي.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ښوونځیو د بیارغونې په دغو منظور شوو پروژو کې د مرکز او ولسوالیو نهه ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، په لمریزه برېښنا سمبالول، د څښاک پاک اوبو شبکو جوړول، د لاس مینځلو ځایونه، د عصري او ساده تشنابونو او کانکریټي کثافت دانیو جوړول شامل دي.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو ښوونځيو بیارغونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې منظوره شوه او د بیارغونې عملي کارونه به یې د روانې اونۍ تر پایه پيل او راتلونکو شپږو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
عرب زیاتوي، د یادو ښوونځيو بیارغونې ټول مالي لګښت د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري ورکول کېږي او له بشپړیدو سره به یې سلګونه ښوونکي او ۱۵ زره نجونو او هلکانو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اسانتیاوې برابرې شي.
د لوګر یوه ښوونکي صدیقالله پژواک ته وویل، دغلته د ښوونځیو ودانیو نشتون او د ښوونکو کمښت د زدهکوونکو لپاره اساسي ستونزه ده.
نوموړي له پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) څخه وغوښتل چې په لوګر ولایت کې د ښوونځيو د کمښت او بیارغونې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د پلعلم د حصارک ښوونځي یوه زدهکوونکي اسدالله پژواک ته وویل، د تېرو جګړو له امله لسګونه ښوونځي ویجاړ شوي او اړتیا ده چې بیاورغول شي.
د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې دا مهال ۷۴ ښوونځي ودانۍ نه لري او سل بابه ښوونځي یې بیارغونې ته اړتیا لري.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن